اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینو د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې خبر ورکړی دی.
په سیمه کې یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې تېر ماښام (شنبه،۲۶د چنګاښ) د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خیاطۍ په یو دوکان کې ګاز ډبې چاودنه کړې چې په پایله کې یې د عزت الله په نامه یو ځوان وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، مړ شوی ځوان په اصل د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی او نږدې یو کال وړاندې یې واده هم کړی و.
ننګرهار کې طالب مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي.
له ګاز ډبې سره د خلکو د بې احتیاطۍ له امله ډېر کله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې رامنځته کېږي چې قربانیان یې عام وګړي وي.
