اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت د منورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ځوان ځان وژنه کړې.
سرچینه وایي، دا ځوان ذاهد نومېده او تېره ورځ (شنبه ۲۷ د چنګاښ) غرمه مهال یې په خپل کور کې ځان وژنه کړې.
سرچینې ویلي، دغه ځوان د لېسانس په کچه زدکړې کړې وې؛ خو د اقتصادي ستونزو او وزګارتیا له امله ځان وژنه کړې.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغه ځوان جنازه تېره ورځ ماښام مهال ترسره او خاورو ته سپارل شوی.
تر اوسه د دغې پېښې په اړه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ځان وژنو لړۍ لوړه شوې چې لامل یې پراخه وزګارتیا، بېکاري، ژور خفګان او نور لاملونه بلل کېږي.
