د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په افغانستان کې د کوژدې، نامزدۍ او واده ځینې دودونه تر پوښتنې لاندې راوستي او ویلي یې دي، چې د هلک او نجلۍ پېژندګلوي د کوژدې پر مهال، د ګوتو (انګشترۍ) تبادله، د نکریزو مراسم، د ناوې سینګار او یو شمېر نور دودونه «حرام» دي.
دغه وزارت همداراز ویلي، که ناوې او زوم د نورو مېلمنو څخه په لوړ ځای کې کښېنول شي، د ناوې پلار «دیوث» ګڼل کېږي.
د ارشاد، حج او اوقاف وزارت نن (پنجشنبه،۱ د زمري) د جمعې د لمانځه د خطبې متن خپور کړی، چې ټاکل شوې د هېواد د جوماتونو خطیبان یې سبا خلکو ته واوروي.
په دې خطبه کې د واده د بېلابېلو پړاوونو له خواستګارۍ څخه تر واده پورې ځینې دودونه «حرام» او «منکر» بلل شوي او د منع کېدو غوښتنه یې شوې ده.
د خواستګارۍ پر مهال د هلک او نجلۍ د پېژندګلوۍ منع
یاد وزارت وایي، دا دود چې هلک او نجلۍ د یو بل د خوښې او رضایت د معلومولو لپاره سره وګوري او یو بل وپېژني، له اسلامي شریعت سره په ټکر کې او حرام دی.
د کوژدې د ګوتو او نکریزو منع
طالبانو همدا راز ویلي، د کوژدې په ورځ د هلک او نجلۍ ترمنځ د ګوتو تبادله د عیسویانو فرهنګ دی او شرعاً جواز نه لري.
د وزارت په وینا، هغه مراسم چې پکې هلک او نجلۍ په کې یو بل ته ګوته ور په ګوته کوي، یو بل ته د خلکو په مخ کې نکریزې ږدي، له ګڼو شرعي منکراتو سره مل دي او روا نه دي.
د اورلوبو او پټاقیو منع
طالبانو د کوژدې او واده پر مهال اورلوبې او پټاقۍ هم حرامې بللې دي.
په خطبه کې راغلي، د پټاقیو غږ له بم او راکټ څخه کم نه دی او خلک وېروي. د وزارت په وینا، ځکه چې د مسلمان وېرول حرام دي، نو دا ډول مراسم هم جواز نه لري.
د ناوې د سینګار او مصنوعي وېښتانو منع
د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د ناوې سینګار، د مصنوعي وېښتانو کارول او د مخ او وریځو وېښتان ایستل هم منع کړي دي.
په خطبه کې راغلي، هغه سالونونه چې ناوې د سینګار لپاره ورځي، د شرع خلاف کارونو او فساد ځایونه دي.
وزارت د وريځو نرۍ کول، د مخ وېښتان ایستل، د شونډو برجسته کول او داسې سینګار چې د ښځې طبیعي رنګ بدل کړي، «فریب او دوکه» بللې ده.
د نریو او تنګو جامو منع
طالبانو ویلي، د ښځو له لوري د نریو او ډېر تنګو جامو اغوستل د لوڅوالي مصداق دی او په کوژدو او ودونو کې منع دي.
د نڅا، موسیقۍ، عطرو او د ښځو او نارینهوو د ګډ ګډون منع
د وزارت په وینا، په کوژدو او ودونو کې نڅا، موسیقي، د ښځو له خوا د عطرو کارول او له نامحرمو نارینهوو سره خبرې کول هم حرام دي.
طالبانو د یوه حدیث په استناد ویلي، ښځه باید د کور څخه د وتلو پر مهال ځان معطر نه کړي او همداراز یې د ښځو سندرې، نڅا او له نامحرمو نارینهوو سره خبرې کول منکرات بللي دي.
د ناوې او زوم په لوړ ځای کې کښېنول منع
د طالبانو د حج وزارت ویلي، دا دود چې ناوې او زوم د واده په مراسمو کې د ټولو مېلمنو مخې ته په لوړ ځای کې کښېنول شي، د «بېغیرتۍ او بېحیایۍ» نښه بللې ده.
په خطبه کې راغلي، دا کار د اسلامي او افغاني غیرت خلاف دی او د لوېدیځو او غیر اسلامي فرهنګونو تقلید ګڼل کېږي.
وزارت همداراز ویلي، هغه سرپرست چې خپلو ښځینه خپلوانو ته د خلکو په وړاندې د ښکاره کېدو اجازه ورکوي، په شرعي نصوصو کې «دیوث» بلل شوی دی.
