ټرمپ: پر ایران مې باور له لاسه ورکړی دی

Oplus_131072

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د هوکړې امکان لا هم شته، خو هغه پر ایران خپل باور له لاسه ورکړی دی.

ټرمپ دا څرګندونې نن (جمعه، ٩ د زمري) په کمپ ډېوېډ کې د خپلې کابینې د دیارلسمې غونډې پر مهال د خبریالانو په حضور کې وکړې.

هغه وویل: «موږ کولای شو له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږو، خو زه ورو ورو پر هغوی خپل باور له لاسه ورکوم، ځکه هغوی دروغ وایي.»

کله چې یوه خبریال وپوښتل چې د امریکا له لوري له ایران سره څوک خبرې کوي، ټرمپ ځواب ورکړ: «سټیو، جېرډ، جي‌ډي او مارکو.»

خبریال بیا وویل، چې ایراني چارواکي وایي هېڅ ډول خبرې اترې نه دي روانې. ټرمپ په ځواب کې وویل: «هغوی یوازې ما غوسه کوي.»

د امریکا ولسمشر په ورته وخت کې ایران ته د پوځي اقدام ګواښ هم وکړ او ویې ویل: «موږ به هغوی سخت وځپو، تر دې کچې چې ووایي نور یې د زغملو توان نه لرو.»

هغه زیاته کړه: «موږ یوازې بریا غواړو او ډېر ښه کار کوو.»

ټرمپ دا ادعا هم وکړه چې د امریکا د بریدونو له امله د ایران پوځي وړتیا ډېره کمزورې شوې او ویې ویل ایران «د له منځه تلو په حال کې دی» او «ژر به ترې هېڅ هم پاتې نه وي.»

ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي وو چې د امریکا او ایران ترمنځ «دوستانه خبرې اترې» روانې دي، خو له دغو څرګندونو څخه تر ۲۴ ساعتونو لږ وخت وروسته، د دواړو لورو ترمنځ یو ځل بیا متقابل بریدونه پیل شول.

دواړه هېوادونه یو بل د «اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک» په نقض او د خبرو اترو پر مهال د شویو ژمنو په نه عملي کولو تورنوي.

د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې تر ډېره د پاکستان، عمان او قطر په منځګړیتوب ترسره کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته