اطلاعات روز: ځايي سرچینې وایي، د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې، د زابل ولایت اړوند «جلدک» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د سرچینې په وینا، پېښه تېره شپه (شنبه، ۳ د زمري) د زابل ولایت په یاده سیمه کې لوکس او ټيلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
ویل کېږي چې د پېښې قربانیان ټول د هلمند ولایت اوسېدونکي وو.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په لویو لارو کې د سړکونو خرابوالي، د ترافیکي نښو نشتوالي او د چلوونکو بېاحتیاطۍ له امله دا ډول ترافیکي پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي چې په تېرو څو میاشتو کې یې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.
