د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او ازبیکستان سوداګرو د ۲۲ هوکړهلیکونو په لاسلیکولو سره د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې کړې دي.
دغه وزارت نن (دوشنبه، ۵ د زمري) ویلي، هوکړه لیکونه په کابل کې د «افغان ـ ازبیک سوداګریز فورم» پر مهال لاسلیک شوي دي.
وزارت د دغو هوکړهلیکونو د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم روښانه کړې چې کومې برخې پکې شاملې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په یاد فورم کې هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه به ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.
هغه ویلي، دې موخې ته هغه مهال رسېدای شي چې دواړه هېوادونه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.
عزیزي زیاته کړې، له افغانستانه ۱۰ زره ټنه پنبه د ازمایښتي پروګرام په توګه ازبیکستان ته صادره شوې او اوس ازبیکستان ژمنه کړې چې تر ۱۰۰ زره ټنو پورې نوره افغان پنبه هم وپېري.
د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف هم په دې سوداګریز فورم کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
خواجهیف دوه ورځې وړاندې د خپل هېواد د دولتي او خصوصي سکتور د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و. د طالبانو ادارو ویلي، په دغه پلاوي کې شاوخوا ۳۰۰ ازبیک سوداګر هم شامل دي.
دغه پلاوي له طالب چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په دې برخه کې د متقابلو ژمنو د عملي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
