د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د بیان ازادي او د رسنیو او خبریالانو کاري وضعیت لا هم د طالبانو له لوري له محدودیتونو سره مخ دی او په تېرو درېیو میاشتو کې د ۱۰ رسنیو خپرونې بندې شوې او څلور خبریالان نیول شوي دي.
یوناما ویلي، د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پایه پورې د طالبانو د استخباراتو له خوا څلور خبریالان نیول شوي دي.
همداراز، درې رسنۍ د طالبانو له لوري تړل شوې او اووه نورې رسنۍ د مالي امکاناتو د نشتوالي او د فعالیت د جواز د لګښتونو د نه برابرولو له امله اړ شوې چې خپلې خپرونې ودروي. یوه بله رسنۍ بیا د مشرتابه د بدلون وروسته بېرته د خپرونو اجازه ترلاسه کړې ده.
د یوناما د راپور له مخې، د اپرېل په ۱۱مه د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د پوهنې ریاست د «لونګ» راډیو ښوونیز پروګرامونه ودرول او اعلان یې وکړ چې دغه پروګرامونه له رسمي ښوونیز نصاب سره سمون نه لري.
یوناما زیاته کړې، چې د مې په ۱۷مه د بامیان ولایت په مرکز بامیان ښار کې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست د «بامیان راډیو» د فعالیت د بندولو امر وکړ. پر دغې راډیو تور لګېدلی و چې له «اعتبار وړ جواز» پرته خپرونې کوي. بامیان راډیو د جون په ۲۳مه بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
د جون په ۲۱مه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت «راه فردا» ټلوېزیون ته اجازه ورکړه چې د خپل مشرتابه (د امتیاز خاوند او مسئول مدیر) له بدلون وروسته خپلې خپرونې بېرته پیل کړي.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ د راپور له مخې، دغه ټلوېزیون د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۸مه د دې شبکې د مالک، محمد محقق، د څرګندونو له امله ځنډول شوی و.
یوناما وایي، په همدې موده کې لږ تر لږه اووه راډیوګانې په کندهار او غزني ولایتونو کې د «مالي ژمنو د نه پوره کولو» او د جوازونو د ترلاسه کولو او ساتلو اړوندو نورو شرطونو د نه بشپړولو له امله ونه توانېدې چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د یوناما د بشري حقونو څانګې مستند کړي، چې د مې میاشتې په ترڅ کې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست په کابل ښار کې په دوو جلا پېښو کې درې خبریالان نیولي دي.
یوناما د دغو خبریالانو د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. خو د مې په میاشت کې د «پیگرد» خبري اژانس خبریال جاوید نیازی او د طلوع نیوز خبریالان منصور نیازی او عمران دانش نیول شوي وو.
د طلوع نیوز خبریالان د مې په ۲۶مه او جاوید نیازی د جولای په ۷مه خوشې شول.
یوناما، پرته له دې چې د جاوید نیازي او د «پیگرد» خبري اژانس نوم واخلي، ویلي چې د مې په ۴مه د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست مسؤلینو په کابل ښار کې د یوه خبري اژانس دفتر تلاشي کړ او د هغه ګرځنده ټیلیفونونه، کمرې، کمپیوټرونه او اسناد یې ضبط کړل. د مې په ۵مه د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست د یاد خبري اژانس رئیس احضار او ونیو، او د جولای په ۷مه یې بېرته خوشې کړ.
