په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل نوي راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي، چې د پخوانیو افغان چارواکو او نظامیانو وژنې، خپلسري نیونې او شکنجې لا هم دوام لري.
یوناما په دغه راپور کې، چې نن (سهشنبه، ۶ د زمري) خپور شوی، ویلي چې د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې یې لږ تر لږه د پخوانیو افغان نظامیانو د اتو وژنو پېښې مستندې کړې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي زیاته کړې چې همداراز یې د پخوانیو چارواکو او نظامیانو د ۲۹ خپلسرو نیونو او توقیفونو او د شکنجې پنځه پېښې هم مستندې کړې دي.
یوناما ویلي، هغه پخواني افغان چارواکي او نظامیان چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي، لا هم د خپلو بشري حقونو د نقض له ګواښ سره مخ دي.
د راپور له مخې، د بېلګې په توګه د اپرېل په ۱۰مه، د افغانستان د ملي اردو یو پخوانی غړی په جبري ډول له ایران څخه د هرات ښار ته راستون کړای شو، خو په هماغه ورځ ورک شو.
د هغه کورنۍ وايي چې تر اوسه یې د نوموړي د برخلیک او د ساتنې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.
یوناما په خپل نوي راپور کې د پخوانیو افغان چارواکو او نظامیانو د وژنو، خپلسرو نیونو او شکنجو د عاملانو نومونه نه دي یاد کړي.
خو طالبان، چې له بیا واکمنېدو راهیسې پر افغانستان حاکم دي، په پراخه کچه د پخوانیو چارواکو او نظامیانو په وژنو، شکنجو او خپلسرو نیونو تورن شوي دي.
