د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې، سره له دې چې په رسمي ډول یې اعلان نه دی کړی، لا هم بدني سزاوې دوامداره ساتلې او په درېیو میاشتو کې یې ۱۳۷ کسان په دُرو وهلي دي.
یوناما په خپل تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل، مې او جون میاشتې رانغاړي، ویلي د دې ادارې د بشري حقونو څانګې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې د ۱۳۷ کسانو د بدني سزاوې مستندې کړې دي، چې په کې ۱۱۲ نارینه او ۲۵ ښځې شاملې دي.
یوناما وايي، طالبانو د اپرېل له ۲۲مې راهیسې د بدني سزاوو د پلي کېدو رسمي اعلانونه درولي او د پخوا خلاف، د طالبانو د سترې محکمې په وېبپاڼه او ټولنیزو شبکو کې هم په دې اړه څه نه دي خپاره شوي.
خو د یوناما د بشري حقونو څانګې تایید کړې چې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو د ابتدائیه محکمو او ولسوالیو چارواکو د اپرېل له ۲۲مې وروسته هم بدني سزاوې عملي کړې دي.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ د راپور له مخې، په ځینو مواردو کې شاهدانو ویلي چې د بدني سزاوو د پلي کېدو پر مهال د حاضرو کسانو شمېر محدود و او ډېری یې د محکمې چارواکي وو.
په داسې حال کې چې طالبانو پخوا د دُرو سزاوې ډېری وخت په ورزشي لوبغالو یا د محکمو په انګړونو کې عملي کولې او راپورونه یې هم رسنیو ته خپرول، خو په وروستیو میاشتو کې یې خپله تګلاره بدله کړې او پرته له رسمي اعلان او رسنیز پوښښ څخه بدني سزاوې عملي کوي.
یوازې په ځینو محدودو مواردو کې بدني سزاوې په علني ډول پلي شوې دي. د بېلګې په توګه، د جون په ۱۴مه د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ کې شپږ نارینه او یوه ښځه په دُرو ووهل شول او د هغې راپور هم خپور شو.
یوناما وايي، دغو شپږو نارینه وو ته د «روژې په میاشت کې د روژې ماتولو» په تور دوه میاشتې بند او ۲۰ دُرې سزا ورکړل شوې وه، او هغې ښځې ته د «له واده بهر د اړیکې» په تور یو کال بند او ۲۰ دُرې سزا اورول شوې وه.
د دغو کسانو سزا، چې د دُرو د حکم د علني پلي کېدو وروستۍ ثبت شوې پېښه وه، د طالبانو د سیمهییزو چارواکو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې د یوې غونډې پر مهال عملي شوې ده.
