د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د بدخشان ولایت د اسماعیلي شیعهګانو له ۳۰ څخه زیاتې جماعتخانې تړلې دي.
د یوناما په هغه راپور کې چې نن (سهشنبه، ۶ د زمري) خپور شوی راغلي، چې لږ تر لږه ۱۷ جماعتخانې د زیباک ولسوالۍ، ۱۴ جماعتخانې د اشکاشم ولسوالۍ او دوه جماعتخانې د واخان ولسوالۍ کې تړل شوې دي.
د راپور له مخې، دغه عبادتځایونه د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو او په ځینو مواردو کې د دې ډلې د نورو ادارو په همکارۍ تړلي، او اسماعیلي شیعهګانو ته سپارښتنه شوې چې له دغو ځایونو څخه استفاده ونه کړي.
یوناما ویلي، طالبانو دلیل وړاندې کړی چې دغه جماعتخانې «محراب» لري او باید د جومات په توګه ترې کار واخیستل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي چې د ترسره شوې ارزونې له مخې، د ټولو جماعتخانو وضعیت یو شان نه دی؛ ځینې یې پخوا جوماتونه وو او ځینې نور د استوګنې یا نورو غیرعبادي موخو لپاره کارېدل.
دغه وزارت زیاته کړې چې د هرې پېښې په اړه جلا اداري پرېکړې شوې دي.
طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهیسې پر اسماعیلي شیعهګانو پراخ محدودیتونه او فشارونه زیات کړي دي.
د یوناما د پخوانیو راپورونو له مخې، طالبانو یو شمېر اسماعیلي شیعهګان د خپل مذهب له پرېښودو او حنفي مذهب ته د اوښتو لپاره هم اړ کړي دي.
