اطلاعات روز: پکتیا کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په فضا کې د پاکستان بېپيلوټه الوتکې لیدل شوي او ګزمې وهي.
سرچینې اطلاعات روز ته ویلي، چې دا بې پیلوټه الوتکې له نن سهار (چهارشنبه، ۷ د زمري) راهیسې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې لیدل شوي چې دورې وهي.
د سرچینې په وینا، طالبانو په ځینو سیمو کې پر یادو ډرون الوتکو د درنو وسلو ډزې هم کړې دي.
تر اوسه په رسمي ډول څرګنده شوې نه ده، چې دا بې پیلوټه الوتکې له کوم هېواد داخل شوې او ګزمې وهي.
بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بېپيلوټه الوتکې لیدل شوې، خو طالبانو یې په اړه جزیات نه دي ورکړي.
