په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، د افغانستان لپاره تلپاتې سوله یوازې د جګړې نشتوالي په معنا نه ده، بلکې دا «په خلکو، زدهکړو، د عاید په فرصتونو او انساني کرامت کې دوامدارې پانګونې ته اړتیا لري.»
یوناما نن (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) د «سولې نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي: «تلپاتې سوله پر ټولشمولیت ولاړه ده او هغه مهال لا پیاوړې کېږي چې ښځې او نجونې د خپلو ټولنو او هېواد د راتلونکي په جوړولو کې په معنا لرونکي ډول ونډه ولري.»
یوناما زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د غوښتنې له مخې، «سوله نه یوه غیرفعاله پدیده ده او نه هم هغه څه دي چې په خپله رامنځته شي؛ بلکې د یوه ښه راتلونکي د جوړولو لپاره یو فعال او له پوهاوي ډک انتخاب دی.»
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر ویلي چې د سږ کال د سولې نړیوالې ورځې شعار «د سولې لپاره پانګونه؛ د ټولو لپاره، هر ځای او هره ورځ» و او دغه دفتر پر دې شعار ټینګار کوي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې وسلهوال بریدونه او جګړه کمه شوې ده، خو ډېر افغانان وايي چې د امنیت او ارامۍ احساس نه کوي.
له دې سربېره، طالبان له پنځو کلونو راهیسې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار بندیز لګولی او په ټولنه کې یې د هغوی حضور او ونډه په جدي توګه محدوده کړې ده.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې د طالبانو سیاستونو په افغانستان کې د ثبات لپاره مهم خطرونه راټول کړي دي او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ځمکنۍ ولکې ظاهري بڼه او د وسلهوالو نښتو کمېدل واقعي خطرونه پټوي.
