د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، چې پخوانی او مخکښ خبریال بشیر هاتف، له یوه کال بند تېرولو وروسته د طالبانو د بګرام له زندانه خوشې شوی دی.
یاد مرکز نن (چهارشنبه، ۷ د زمري) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې بشیر هاتف له بګرام زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته، په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی.
اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو د پوځي محکمې له خوا د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو کال بند محکوم شوی و او په بګرام کې بندي و.
د خبریالانو مرکز د مالوماتو له مخې، د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د ۱۴۰۴ کال د زمري په ۲مه، بشیر هاتف د جاپان د ( ان ټي وي) ټلوېزیون له خبریال شکیب احمد نظري او د توانا خبري اژانس له مسؤول مدیر ابوذر صارم سرپلي سره یوځای په کابل کې نیولی و.
د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د یادو خبریالانو له ډلې هاتف خوشې، نظري او سرپلی لا هم په زندان کې دي او د خپل محکومیت موده تېروي.
بلخوا تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویې استازولۍ (یوناما) ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې طالبانو درې خبریالان نیولي او زنداني کړي دي.
یاد مرکز له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو نیول ودروي او پاتې بندیان خبریالان دې هم ژر تر ژره خوشې کړي.
