په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولانو ویلي، چې د دې ولایت د کانونو ۱،۵۸۵ کیلوګرامه بیروج ډبره یې د ۱۱۹.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورلې ده.
په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رئیس، محمد شیرین حقاني ویلي، چې دغه اندازه بیروج ډبره پرون (سهشنبه، ۶ د زمري) د داوطلبۍ له لارې پلورل شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د دغو قیمتي ډبرو د پلور له عوایدو څخه ۱۱.۹ میلیونه افغانۍ د طالبانو خزانې ته سپارل شوې دي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد د کانونو پراخ استخراج او د هغو د محصولاتو پلور پیل کړی دی.
دغه ډله د کونړ د بیروج کانونو ترڅنګ، د پنجشېر د زمردو کانونه، د بامیان د سرب او جستو کانونه او د هېواد د نورو ولایتونو بېلابېل کانونه هم استخراجوي.
د طالبانو له لوري د هېواد د کانونو استخراج له پراخو نیوکو سره هم مخ شوی دی او یو شمېر سیاسي جریانونو دا ډله د هېواد د کانونو په لوټولو تورنه کړې ده.
