ملګري ملتونه: د طالبانو د امر بالمعروف قوانینو پر ښځو د ژوند فضا تنګه کړې

Oplus_131072

ملګري ملتونه وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف قوانین، په ځانګړي ډول د حجاب قانون، په ښوونځیو، بازارونو، روغتونونو او نورو ځایونو کې داسې پلي کېږي چې د ښځو لپاره یې د ژوند چاپېریال لا پسې محدود کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خبرونو څانګې نن (دوشنبه، ١٢ د زمری) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر پایه د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ یو راپور خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د یوناما د موندنو پر اساس د ښځو، لږکیو او د طالبانو د مخالفینو لپاره فضا ورځ تر بلې مخ په تنګېدو ده.

راپور زیاتوي: «یوه ښځه یوازې د خوراکي توکو اخیستو لپاره بازار ته تللې وه چې ودرول شوه. هغه دوکاندار چې دې ښځې ته یې توکي پلورلي وو، څپېړه وخوړه او د پوښتنو لپاره وغوښتل شو. یوه ښوونکې د نامناسب حجاب له امله له خپل ټولګي وایستل شوه.»

ملګري ملتونه وایي، دا ډول پېښې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د خلکو د ورځني ژوند عادي برخه ګرځېدلې ده.

د راپور له مخې، د جون په لومړۍ اوونۍ کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې په هرات کې د هغه څه له امله ونیول شوې چې طالبان یې “نامناسب حجاب” بولي.

وروسته طالبانو په یوه لس مخیز سند کې څرګنده کړه چې حجاب باید ټول بدن، پرته له سترګو، پټ کړي، پراخ او غلیظ وي او هېڅ ډول سینګار یا عطر ونه لري.

راپور وایي چې طالبانو هټېوال او روغتیايي کلینیکونو ته هم امر کړی، چې ښځو ته د نارینه سرپرست (محرم) پرته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.

دا حکم ان د کندهار په هغو دوکانونو کې هم عملي شوی چې د ښځو د سینګار وسایل او نور ځانګړي محصولات پلوري.

ملګرو ملتونو مستند کړي چې په لوګر ولایت کې یوې ښځې ته د محرم پرته د خوراکي توکو اخیستو له امله شفاهي اخطار ورکړل شوی او هغه نارینه دوکاندار چې دې ښځې ته یې توکي پلورلي وو، څپېړه خوړلې او د امر بالمعروف ادارې ته بیول شوی دی.

نوموړی څو ساعته وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د یوې ژمنې له لاسلیک کولو وروسته خوشې شو؛ په دې ژمنه کې یې منلې وه چې بیا به له نارینه ملګري پرته ښځو ته توکي نه پلوري.

د ملګرو ملتونو د خبرونو څانګه وایي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر محدودیتونو سربېره، د روان کال د پسرلي په درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۸۹ کسان په خپل‌سري ډول نیولي دي.

د راپور له مخې، د امر بالمعروف د مأمورینو له خوا د خلکو سره د ۶۵ بد چلند پېښې هم ثبت شوې دي.

دا نیونې او ناوړه چلندونه د ښځو د حجاب د اصولو د ادعا شوې سرغړونې، د نارینه وو د ږیرې لنډولو، د “لوېدیځ” ډوله وېښتانو جوړولو او د موسیقۍ د غږولو یا اورېدو له امله شوي دي.

همدارنګه، په همدې موده کې لږ تر لږه ۱۳۷ کسان (۱۱۲ نارینه او ۲۵ ښځې) د طالبانو د امر بالمعروف د قانون د نه مراعتولو په تور، لکه د روژې په میاشت کې د روژې ماتول او له واده بهر اړیکې لرل، په بدني سزاوو محکوم شوي او یو شمېر یې په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته