پکتیا کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، چې ځواکونو یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ٤٧ ډوله وسلې نیولي دي.
د پکتیا امنې قومندانۍ نن (دوشنبه، ١٢ د زمري) په دوو جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې ځواکونو یې د مرکز ګردیز ــ زرمت ولسوالۍ پر لویه لاره د پلټنو پرمهال ٣٠ میله توفنګچې او ١٣ میله کلاشینکوفونه کشف او ضبط کړي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یادې وسلې د ډنډ پټان ولسوالۍ له لارې له پاکستان څخه راوړل شوې وې، چې په تور یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز یې د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند «ناري ژورې» سیمه کې یو میل ام شانزاده، یو میل نارنجک ټوپک او زرګونه فیره مرمۍ کشف او ضبط کړې دي.
په دې وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو قاچاق زیات شوی چې دې چارې خلک اندېښمن کړي دي.
