طالبانو د ایران د سفارت د مرستیال سید حسن مرتضوي د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي یې وو، په افغانستان کې د دې ډلې د مخالفانو جګړه «مقاومت» نه دی او دا څرګندونې یې «د ستاینې وړ» بللې دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په هغه غږیز پیغام کې چې طلوعنیوز نن (دوشنبه، ١٢ د زمري) خپور کړی، ویلي چې دا څرګندونې ثابتوي چې «د ایران دریځ، د افغانستان د خلکو دریځ دی.»
هغه زیاته کړې چې «هیڅوک په افغانستان کې د جګړې پلوی نه دی» او هغه کسان چې په بېلابېلو نومونو «شورش» کوي او «ناامنۍ» ته لمن وهي، غندل شوي دي.
د طالبانو ویاند ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت هم درک کړې ده چې سیمهییز امنیت او ثبات مهم دی او اسلامي امارت افغانستان (طالبان) توانېدلی چې د افغانستان امنیت تأمین کړي، چې دا د ټولې سیمې په خیر دی.»
د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي څه موده مخکې په کابل کې ویلي وو چې ایران د طالبانو د مخالفو هېڅ جریان او ډلې ملاتړ نه کوي او د هغوی جګړې ته هم «مقاومت» نوم نه ورکوي.
هغه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو: «د غزې مقاومت عزیز دی، د لبنان مقاومت عزیز دی، د امریکایانو پر وړاندې زموږ د جګړې مقاومت دی. که یوه افغانه ښځه کونډه شي، که یو افغان ماشوم یتیم شي، ایا دا مقاومت دی؟»
هغه همداراز ادعا کړې وه چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې «اسلامي دولت» جوړ شوی او د ایران سپارښتنه د طالبانو مخالفانو ته دا وه چې «کښینئ، له یو بل سره جوړجاړی وکړئ او خپلې ستونزې په ګډه حل کړئ.»
د ایران د سفارت مرستیال هم ویلي وو چې دغه هېواد په افغانستان کې له ځینو مسئلو خوښ نه دی او په اړه یې طالبانو ته یادونې او مشورې ورکوي، خو لاسوهنه نه کوي.
