د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په اتو ولایتونو کې د بارانونو او د سېلابونو د راوتلو احتمال اټکل کړی دی.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا (سهشنبه، ١٣ د زمري) به د نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه د بارانونو شاهد وي.
په دغو ولایتونو کې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۵ مليمتره پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو د هوا پېژندنې ریاست همداراز په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې د تېزو بادونو د لګېدو احتمال اټکل کړی دی.
