د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د خپل هېواد خبرې اترې مثبتې بللې او ویلي یې دي، چې د هرمز تنګی به ډېر ژر بېرته پرانیستل شي.
ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې وویل: «هغوی) (ایران) ټوله ورځ په خبرو بوخت وو. داسې ښکاري چې چارې ډېرې ښې روانې دي.»
هغه زیاته کړه: «د هرمز تنګی به ډېر ژر پرانیستل شي. که دوی یو ځل بیا له هوکړې شاته شي، له ډېر سخت غبرګون سره به مخ شي.»
د دغو څرګندونو له خپرېدو وروسته، د نفتو بیې راټیټې شوې او د اسیا د ونډو بازارونو د چهارشنبې په ورځ د پام وړ وده وکړه.
د آکسیوس خبري وېبپاڼې د دوو سیمهییزو سرچینو او یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکا او ایران، د عمان په منځګړیتوب، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یوې لنډمهالې هوکړې ته نږدې شوي دي.
عمان د هرمز تنګي پر یوې برخې کنټرول لري.
د راپور له مخې، واشنګټن هیله لري چې دا هوکړه د چهارشنبې په ورځ اعلان شي.
خو د ایران دولتي رسنیو، د یوې باخبره سرچینې له قوله، راپور ورکړی چې د هرمز تنګي په اړه له عمان سره هوکړه به تر هغه وخته وځنډول شي، څو چې امریکا د ایران پر وړاندې خپلو ګواښونو ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د هرمز له تنګي څخه د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د نفتو او مایع طبیعي ګاز صادرات لېږدول کېږي
