ملګري ملتونه: طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ سپارل د غړو هېوادونو د اجنډا برخه نه ده

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، فرحان حق، وایي چې د غړو هېوادونو ترمنځ طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو لپاره هېڅ ډول هڅې نه دي روانې.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د زمری ۱۳مه) په یوه خبري غونډه کې، د ملګرو ملتونو په سازمان کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د حکومتونو په رسمیت پېژندلو پورې اړوند پرېکړې د هېوادونو له خوا کېږي، موږ حکومت نه یو. هېوادونه پرېکړه کوي چې څوک د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. تر اوسه د واکمنو چارواکو په اړه داسې څه نه دي شوي.»

فرحان حق زیاته کړه، تر هغه ځایه چې دی خبر دی، د غړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه هېڅ حرکت نه لیدل کېږي.

سره له دې چې د طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي، تر اوسه یوازې روسیې دا ډله په رسمیت پېژندلې ده، که څه هم یو شمېر نورو هېوادونو له کابل سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ لا هم د پخواني حکومت د ټاکل شوي ډیپلومات په واک کې ده.

طالبانو څو ځله هڅه کړې چې دا څوکۍ ترلاسه کړي، خو تر اوسه یې هڅې بې‌پایلې پاتې شوې دي.

د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو درناوی، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د ټولشموله حکومت جوړول هغه شرطونه دي چې ځینې هېوادونه یې د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره مطرح کوي.

خو طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو په ګډون د هېوادوالو پر حقونو او ازادیو سخت محدودیتونه لګولي او د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن شوي دي.

همدارنګه، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د نړیوالو هېوادونو اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

طالبان د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالو غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او وایي، چې اوسنی حکومت یې، چې ټول غړي یې د طالبانو غړي او پښتانه دي، یو ټولشموله حکومت دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته