کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په غازي اباد ولسوالۍ د ۸,۹ کېلیونه افغانیو په لګښت یوه روغتیایي مرکز ته ودانۍ جوړه او ګټې اخېستنې ته وسيارل شوه.
د کونړ د عامې روغتیا لپاره د طالبانو رییس قاري مظفر مخلص وایي، دا ودانۍ تېره ورځ (سه شنبه، ١٣ د زمري) د غازي اباد ولسوالۍ په «هېلګل» دره کې جوړه شوې.
مخلص ویلي، د دغه روغتیایي مرکز ودانیزې چارې د (IOM) د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان په مالي لګښت بشپړې شوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د دغه روغتیایي مرکز پر جوړېدو به د سیمې له ۳ زرو تر ۵ زرو خلک روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یو کال وړاندې په کونړ ولایت د درنو مالي او ځاني تلفاتو سربېره ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه تخریب شوي چې لا هم ډېری دا روغتیایي مرکزونه وېجاړ پاتې او له امله یې سلګونه کورنۍ روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
