ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو کس له لفظي شخړې وروسته خپل پلار د توفنګچې په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه تېره ورځ ناوخته (سه شنبه،۱۳د زمري) د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «لوکړ خېلو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د حماد په خبره، چې له پېښې وروسته د خوږیاڼو ولسوالۍ امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او قاتل یې نیولی دی.
د مسوولینو په وینا چې نیول شوي کس خپل جرم اعتراف کړی، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې، چې لامل یې اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او کورنۍ تاوتریخوالی بلل کېږي.
