په کندهار د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، چې ځواکونو یې د دغه ولایت دامان ولسوالۍ په «سره کلاچه» سیمه کې د یو کس د وژلو په تور څلور کسان نيولي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ څخه نن (چهارشنبه، ۱۴ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کس څه موده وړاندې دامان ولسوالۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوی و.
خبرپاڼې زياته کړه،له تورنو کسانو څخه یو میل توفنګچه او یو موټر هم ترلاسه کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي نیول شوي کسان اوسمهال تر څېړنو لاندې دي او له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې هدفي وژنې، غلاوې او نورې جنایي پېښې زیاتې شوې، چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.
