د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې ټاکل شوې وه، نن تر سره شي د باران د دوامداره ورښت له امله لغوه شوه.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه نن (چهارشنبه، ۱۴ د زمري) لیکلي، چې دغه لوبه د ایرلنډ په کوربتوب په برېډي لوبغالي کې پلان شوې وه، خو د باران له امله بې پایلې او دواړو لوبډلو ته یو- یو نمره ورکړل شوه.
کرېکټ بورډ زیاته کړې له ايرلنډ سره د افغانستان د لوبلړۍ دويمه لوبه د راتلوونکې جمعې په ورځ د اګست پر ۷مه، درېیمه پر ۱۰مه، څلورمه پر ۱۲مه او وروستۍ لوبه د اګست میاشتې پر ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.
