په پنجشېر کې د یوه ځوان جسد له غره موندل شوی دی

په پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت د درې ولسوالۍ د عبدالله‌خېلو درې په غرنۍ سیمه کې د یوه ځوان جسد موندل شوی دی.

سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغه ځوان نوم «مشترى» و او نهه ورځې وړاندې د درې ولسوالۍ د منجنستو کلي څخه ورک شوی و.

د سرچینو په وینا، د تېرو نهو ورځو په ترڅ کې د دغه ځوان کورنۍ د هغه د موندلو لپاره لټون کړی، خو هېڅ درک یې نه و معلوم شوی.

طالبانو د پنجشېر په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول د درې ولسوالۍ په غرنيو سیمو کې، غرونو ته د نارینه‌وو پر تګ راتګ محدودیتونه لګولي دي.

له همدې امله، پرون (شنبه، د لړم ۱۶مه) د کلي یو شمېر ښځې د دغه ځوان د ژوند او مرګ د څرک موندلو لپاره غره ته ختلې وې.

په پای کې دغو ښځو د منجنستو سیمې له غره څخه د دغه ځوان جسد موندلی دی.

د دغه ځوان نږدې سرچینې وايي، چې د نهو ورځو په تېرېدو سره د هغه جسد بدلون کړی او د غیرمسلکي لومړنیو کتنو پر مهال یې په بدن کې د جنایي پېښې څرګندې نښې نه دي لیدل شوې.

د مشترى خپلوان وايي، چې نوموړی بې‌کاره و او له هېچا سره یې شخصي دښمني هم نه لرله.

په پنجشېر کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته