وروسته له هغې چې بنیامین نتانیاهو په ټاکنو کې له ناکامۍ او په تېرو دوو اوونیو کې د ائتلافي حکومت په جوړولو کې له پاتې راتلو سره مخ شو، د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ به د «یاشار» ګوند مشر ګادي آیزنکوټ ته د راتلونکي حکومت د جوړولو دنده وسپاري.
د اسراییلو د ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اسحاق هرتزوګ له ګادي آیزنکوټ څخه غوښتي، څو نن (یکشنبه، د لړم ۱۷مه) د حکومت جوړولو د واک سپارلو په مراسمو کې د هغه استوګنځي ته ورشي.
په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر دغه پرېکړه په تېرو څو ورځو کې له پارلماني ائتلافونو سره تر سلا مشورو، ژورو خبرو او د دغه هېواد د سیاسي نظام له بېلابېلو څېرو سره تر ارزونو وروسته کړې ده.
اسحاق هرتزوګ ویلي، چې نوموړي له اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د یاشار ګوند له مشر ګادي آیزنکوټ سره لیدلي او خپله پرېکړه یې آیزنکوټ ته هم رسولې ده.
د یاشار ګوند په مشرۍ ائتلاف او عربي ګوندونو، چې د «ګډ لېست» په نوم یادېږي، په ټولیز ډول د اسراییلو د پارلمان ۶۷ څوکۍ خپلې کړې دي.
ګډ لېست دوه ورځې وړاندې د اسراییلو په راتلونکي حکومت کې د ګادي آیزنکوټ د لومړي وزارت له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. اوس دغه دواړه سیاسي جریانونه د حکومت د جوړولو لپاره اړین اکثریت په واک کې لري.
په اسراییلو کې هر ګوند یا ائتلاف د حکومت جوړولو لپاره باید د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه لږ تر لږه ۶۱ څوکۍ ولري.
خو د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ائتلاف، چې د «لیکود» ګوند مشري هم ورسره ده، یوازې ۴۶ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
د «رعام» ګوند، چې تر اوسه له دغو دوو ائتلافونو سره نه دی یوځای شوی، اووه څوکۍ لري. خو که دغه ګوند هم د نتانیاهو له ائتلاف سره یوځای شي، بیا هم هغوی د ګډ حکومت د جوړولو لپاره اړین اکثریت نه شي ترلاسه کولای.
