د رویټرز خبري اژانس د درېیو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي په اړه وړاندیز شوی تړون، په دې مهمې سمندري لارې کې د بېړیو د تګ راتګ کنټرول تهران ته سپاري.
یوې ایراني سرچینې او دوو سیمهییزو چارواکو د دې تړون د متن په اړه له رویټرز سره خبرې کړې دي.
د رویټرز په وینا، د هرمز تنګي د کنټرول واک ایران ته سپارل تر اوسه پورې تهران ته ورکړل شوی یو له سترو امتیازونو څخه ګڼل کېږي.
تر اوسه د امریکا متحده ایالاتو د دې وړاندیز په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره تړون نږدې شوی دی.
امریکايي چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې هېڅکله به د نړۍ د انرژۍ د تر ټولو مهمې سوداګریزې لارې د کنټرول په اړه د ایران له واکمنۍ سره موافقه ونه کړي.
رویټرز لیکي، که داسې تړون عملي شي چې ایران ته د هرمز تنګي د تګ راتګ واک ورکړي، دا به په دې معنا وي چې هغه جګړه چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسرائیل له خوا پیل شوې وه، د سیمې د ځواک انډول یې د تهران په ګټه بدل کړی دی. د جګړې تر پیل مخکې، هرمز تنګی د ټولو بېړیو لپاره پرته له کوم فیس څخه ازاد و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عمان سره په خبرو کې د «د پام وړ پرمختګ» خبر ورکړی او ویلي یې دي چې خلیج فارس ته داخلېدونکې او له هغه څخه وتونکې ټولې بېړۍ به د ایران له اوبو څخه تېرېږي.
د هرمز تنګي شمالي او جنوبي سمندري لارې د ایران او عمان د سواحلو ترمنځ موقعیت لري.
د سیمې هېوادونو ته د ایران خبرداری
رویټرز د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې ایران د خلیج فارس هېوادونو ته د امریکا د احتمالي نورو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د پنځو سرچینو په وینا، ایران ویلي چې که امریکا یو ځل بیا پر ایراني خاوره برید وکړي، تهران به د سیمې د انرژۍ پر مهمو زیربناوو غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.
یوې خلیجي سرچینې ویلي: «د ایران خبرداری روښانه و؛ که امریکا د ایران زیربناوې په نښه کړي، ایران به د خلیج فارس د انرژۍ پر تاسیساتو او نورو سیمهییزو هدفونو بریدونه وکړي.»
ایران تر دې وړاندې هم د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله په سیمه کې د واشنګټن پر متحدانو بریدونه کړي دي او ویلي یې دي چې د دغو بریدونو هدف د امریکا اډې او تاسیسات دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاسوېګاس کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل چې دی ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.
هغه وویل: «زه ترجیح ورکوم چې یوه هوکړه وشي، ځکه نه غواړم خلک ووژنم. زه نه غواړم خلک ووژنم، خو کېدای شي په یوه مرحله کې دې کار ته اړ شو.»
