غزني کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوې نجلۍ د تېزاب په څښلو سره ځان وژلی دی.
سرچینې نن (پنجشنبه، ۱۵ د زمري) ویلي، چې پېښه دوه ورځې وړاندې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې یادې نجلۍ دوه کاله وړاندې واده کړی و او د کورنۍ اختلاف او تاوتریخوالي له امله یې ځان وژنه کړې.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د یادې نجلۍ خاوند (مېړه) له واده وروسته دوبۍ ته تللی و او بیا یې له خپلې مېرمنې سره هیڅ ډول اړیکه نه وه نیولې، چې له امله یې ځان وژنې ته اړ شوې.
د مالوماتو له مخې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ځان وژنې زیاتره قرباني ښځې دي، چې د زهرو په خوړلو، تیزابو په څښلو او یا یې هم په زندۍ کیدو سره د ځان وژنې هڅه کړې ده.
