د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله، په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، نن سهار د ګرینویچ پر وخت د سهار تر ۶:۳۰ بجو، د برنټ خامو تېلو بیه په راتلونکو معاملو کې ۸۰ سېنټه لوړه شوې او هر بېرل یې ۸۳.۳۴ ډالرو ته رسېدلی دی.
د دغه راپور له مخې، د «وېسټ ټکساس انټرمیډیټ» خامو تېلو بیه هم ۵۲ سېنټه لوړه شوې او هر بېرل یې ۷۷.۸۱ ډالرو ته رسېدلی دی.
د روانې اوونۍ په لومړیو کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې وې، ځکه داسې احتمال موجود و چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره به هوکړه وشي او په دغه نړیواله سمندري لار کې به د بېړیو تګ راتګ بېرته عادي شي.
خو د رویټرز د راپور له مخې، اختلافات لا هم پر ځای دي او ایران او عمان د داسې طرحې پر ارزولو بوخت دي چې له مخې به یې د امریکايي او اسرائیلي بېړیو پر تېرېدو له هرمز تنګي څخه بندیز ولګېږي.
رویټرز لیکلي، د ایران د پارلمان یوه غړي ویلي چې پارلماني کمېټه د یوې لومړنۍ طرحې ارزونه کوي چې له مخې به یې د امریکايي، اسرائیلي او نورو هغو بېړیو د تېرېدو مخه ونیول شي چې د ایران له نظره متخاصمې بلل کېږي.
د دې طرحې له مخې، سرغړوونکو بېړیو ته به د هغوی د بار د ارزښت تر ۲۰ سلنې پورې جریمه هم ولګول شي.
رویټرز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله لیکلي چې ایران په پام کې لري له هغو بېړیو څخه چې د هرمز له تنګي تېرېږي، د هغوی د بار د ارزښت له ۵ تر ۷ سلنې پورې فیس واخلي.
عمان هم د شاوخوا ۳ سلنې فیس اخیستل ارزوي، په داسې حال کې چې واشنګټن غوښتنه کوي چې هېڅ ډول فیس دې نه اخیستل کېږي.
دغه خبري اژانس د کښتۍ چلونې او انرژۍ په صنعت کې د څلورو فعالو سرچینو له قوله لیکلي چې وړاندیز شوې هوکړه په اسانۍ د عملي کېدو وړ نه ده؛ ځکه د امریکا بندیزونه او د بیمې محدودوونکي شرایط د هر ډول تادیاتو پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي.
دغو پرمختګونو د روانې اوونۍ په ترڅ کې د تېلو بیې له نوسان سره مخ کړې دي او د اوونۍ په پای کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو پر سر د اختلافاتو د دوام له امله د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.
