«د آزادۍ جبهې» او «د ملي خپلواکۍ جبهې» دواړو د کابل پر پوځي هوايي ډګر د برید مسؤلیت منلی

«د افغانستان د آزادۍ جبهې» او «د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې» دواړو ادعا کړې چې د پنجشنبې شپې په ۸:۳۰ بجو (د زمري ۱۵مه) یې د کابل هوايي ډګر پر پوځي برخه برید کړی دی.

«د افغانستان د آزادۍ جبهې» په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پنجشنبې ماښام شاوخوا ۸:۳۰ بجې یې د کابل پر هوايي ډګر برید کړی او د طالبانو پوځي تاسیساتو ته یې «درانه زیانونه» اړولي دي.

دې جبهې همداراز ادعا کړې چې په دغه برید کې د طالبانو یو شمېر غړي، چې کره شمېر یې نه دی معلوم، وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د «افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې» په نوم یوې بلې ډلې هم په همدې وخت او ځای کې د طالبانو پر ضد د برید مسؤلیت منلی دی.

دې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي: «د دې جبهې زړورو ځواکونو نن شپه په ۸:۳۰ بجو د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو د ترهګرې ډلې پر پوځي مواضعو راکټي برید ترسره کړ.»

«د افغانستان د ملي خپلواکۍ جبهې» زیاته کړې چې ځواکونو یې د کابل هوايي ډګر کې د طالبانو پر پوځي مواضعو څلور راکټونه توغولي، چې په پایله کې یې «له ۱۰ ډېر طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.»

خو دواړو جبهه‌وو تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې ایا په هم‌مهاله توګه یې د کابل پر هوايي ډګر جلا جلا بریدونه کړي او که دواړو جبهه‌وو د یوه برید مسؤلیت منلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته