په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ وايي، یوه سړي د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې خپله مېرمن د خپل کور مخې ته په ډزو وژلې ده.
د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، دغه پېښه نن (شنبه، د لړم ۱۶مه) د جلالاباد ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې رامنځته شوې ده.
د یادې قوماندانۍ په وینا، دغه سړي د خپلې مېرمنې تر وژلو وروسته له سیمې تښتېدلی او د هغه د نیولو هڅې پیل شوې دي.
د طالبانو امنیې قوماندانۍ زیاته کړې، چې د دغه قتل لامل او انګېزه تر اوسه نه ده معلومه شوې.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د وژنې پېښې په څرګند ډول زیاتې شوې دي.
د دغو وژنو ځینې یې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي پایله بلل کېږي.
