ملګري ملتونه: په نهو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ۱.۲۹ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې نږدې یو میلیون او ۲۹۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان نن (یکشنبه، د لړم ۱۷مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې دغه شمېر کډوال د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر میاشتې تر پایه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د دغو کسانو ۴۳ سلنه د اجباري اخراج په پایله کې او پاتې نور د کوربه هېوادونو د ژوند د نامناسبو شرایطو او محدودیتونو له امله اړ شوي چې افغانستان ته راستانه شي.

دغه شمېرې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په هغه راپور کې خپرې شوې دي، چې د «انعطاف‌منونکو مالي مرستو اغېزې» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشتې پورې په لسو هېوادونو کې د دغه سازمان فعالیتونه ارزوي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې ویلي، چې ډېری راستانه شوي کډوال په سختو شرایطو او له محدودو امکاناتو سره افغانستان ته رسېدلي او د خپل ژوند د بېرته پیلولو لپاره بېړنیو مرستو او د معیشت برابرولو فرصتونو ته اړتیا لري.

د دغه راپور له مخې، د کډوالو عالي کمېشنري په افغانستان کې د مرستو د رسولو لپاره ۲۱۶.۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري مرستو د بودجې د پام وړ کمښت له امله، دغه سازمان یوازې ۳۰ میلیونه ډالره انعطاف‌منونکې مالي مرسته ځانګړې کړې ده.

له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د راستانه شویو ۱.۲۹ میلیونه کډوالو له ډلې، شاوخوا ۲۰۲ زره کسانو، چې نږدې ۴۵ زره کورنۍ کېږي، په سرحدي لارو کې نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

د دغو کورنیو ۴۵ سلنه یې ښځینه سرپرستې لري، ۳۳ سلنه یې لږ تر لږه یو معلول غړی لري او څلور سلنه یې د ماشومانو تر سرپرستۍ لاندې دي.

سربېره پر دې، د بېرته راستنېدو په سیمو کې له ۳۴۰ زیان‌منونکو کورنیو سره د بیا ادغام په موخه مالي مرستې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په راپور کې راغلي، چې د بېرته راستنېدو په سیمو کې شاوخوا ۲۳۰۰ هغو کسانو ته ځانګړې نغدي مرستې ورکړل شوې، چې د خوندیتوب له جدي ګواښونو سره مخ وو.

همدارنګه نږدې ۲۶۰۰ زیان‌منونکو کورنیو ته د کورنیو اړینو وسایلو د برابرولو په موخه مرستې شوې دي.

دغه راپور د کډوالو د بېرته راستنېدو د ستونزو د روښانه کولو لپاره افغانستان ته د دوو راستنو شویو ښځو د ژوند بېلګې هم وړاندې کړې دي.

سمیرا، چې د مزارشریف ښار په دشت‌شور سیمه کې ژوند کوي، له ایران څخه تر راستنېدو وروسته د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې شوې ده. نوموړې د خپلې ناروغې مور او کشرې خور او ورور پالنه پر غاړه لري.

هغې په ایران کې د ګنډلو زده کړې کړې او د پور په پیسو یې د ګنډلو یوه ماشین اخیستی او د جامو ګنډلو کار یې پیل کړی دی. خو د خپل کار د پراخولو لپاره نورو وسایلو ته اړتیا لري، چې پکې د سردوزۍ، ګلدوزۍ او زیګزاګ ماشینونه شامل دي.

مسلمه د جوزجان ولایت یوه کونډه او د درېیو ماشومانو مور ده. نوموړې د سرپناه له لاسه ورکولو وروسته د خپلو خپلوانو په کور کې یوې کوټې ته کډه شوې او د غالۍ او ګلیم اوبدلو له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي.

خو د هغې لږ عاید په سختۍ سره د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي او د عاید د زیاتولو لپاره د غالۍ اوبدلو ماشین او بازار ته ښه لاسرسي ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ټینګار کوي، چې افغانستان ته بېرته راستنېدل په خپله د دغو کورنیو د ستونزو او زیان‌مننې د پای ته رسېدو په معنا نه دي، بلکې د هغوی د دوامدار ادغام لپاره د معیشتي او خوندیتوب مرستو ته اړتیا ده.

خو د بشري مرستو د بودجې د سخت کمښت له امله، سمیرا، مسلمه او د هغوی په څېر نورې کورنۍ له اړینو مرستو بې‌برخې پاتې کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته