د کندهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دې ولایت د ډنډ ولسوالۍ په «ذاکر شریف» سیمه کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د یوې پروژې چارې پیل شوې دي.
له یاد ریاست څخه نن (شنبه، ١٦ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پروژه کې د اوبو د یوه سربند جوړول او د اوبو رسولو د یوه کانال پاکول شامل دي، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري تمویلېږي.
خبرپاڼې زیاته کړې د پروژې په پلي کېدو سره ۴۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او له بشپړېدو وروسته به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو له کمښت څخه خوندي او د سېلابونو له زیانونو څخه به هم وساتل شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د اوبو یاد سربند به ۱۵۷ متره اوږد او درې متره پلن وي، په داسې حال کې چې د اوبو رسولو کانال ۱۰ اعشاریه ۴۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د پاکولو چارې یې اوس مهال روانې دي.
