د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د مزار شریف پر ایراني قونسلګرۍ د برید او د ایراني دیپلوماتانو او یوه خبریال د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت، د دې برید د «مبهمو اړخونو» د روښانه کېدو او د عاملانو او امر کوونکو د پېژندلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ۱۳۷۷ کال د زمري په ۱۷مه، کله چې طالبانو د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار ونیو، د دې ډلې اړوندو وسلهوالو په ښار کې د ایران قونسلګرۍ ته ننوتل او اته ایراني دیپلوماتان او یو ایراني خبریال یې په ډزو ووژل.
که څه هم طالبانو د دې برید مسوولیت و نه مانه، خو ایران هغه مهال طالبان د دې پېښې مسوول وبلل. طالبانو وروسته ادعا وکړه چې ایراني دیپلوماتان او خبریال د «خپلسرو ځواکونو» له خوا وژل شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، د زمري ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې دغه برید «تروریستي برید» بللی او ویلي یې دي: «د مزار شریف پر ایراني قونسلګرۍ تروریستي برید او د هغه د کارکوونکو شهادت، یو شنیع جنایت او د ډیپلوماتیکو ـ قونسلي حقونو ښکاره نقض و چې د وخت په تېرېدو یې اهمیت نه شي کمېدلای.»
دې وزارت ویلي چې «د دغه برید د مبهمو اړخونو د روښانه کېدو، په ځانګړي ډول د عاملانو او امر کوونکو د پېژندلو او د عدالت د پلي کېدو پر اړتیا ټینګار کوي او له هر ډول امکان او فرصت څخه به د دې موضوع د تعقیب لپاره ګټه واخلي.»
ایران په تېرو کلونو کې هر کال په مزار شریف کې د خپلو دیپلوماتانو د وژل کېدو د کلیزې په مناسبت اعلامیه خپروي. د نن ورځې په اعلامیه کې د طالبانو هېڅ یادونه نه ده شوې. د دغو اعلامیو خپرېدل په داسې حال کې دوام لري چې تهران له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
