خوست کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د «البدر» په نوم ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

د خوست سیمه ییز مسوولان وایي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند «د دولس سوه فامیلیو» په سیمه کې د یوه ترکي سوداګر له لوري د یو میلیون امریکايي ډالرو په مالي مرسته د «البدر» په نوم ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خوست ولایت مقام څخه نن (دوشنبه، ۲۶ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه روغتون د «البدر خیریه بنسټ» له لوري په درې جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې له نسايي ولادي برخو سربېره په اوو بېلابېلو څانګو کې به ناروغانو ته په پنځوس سلنه تخفیف روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

 د خبرپاڼې له مخې، په دغه روغتون کې به د نورو شخصي روغتونونو په پرتله روغتیايي خدمتونه په ۵۰ سلنه تخفیف وړاندې کېږي او له ناروغانو څخه ترلاسه کېدونکې ۵۰ سلنه پیسې به بېرته د روغتون د چارو لپاره ولګول شي.

بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د جوړ شوي روغتون د پرانیستې مراسمو کې له روغتیايي بنسټونو غوښتي، چې د خپلو خدمتونو کیفیت لوړ، روغتیايي مرکزونه پر ځان بسیا او په دې برخه کې د خلکو باور ترلاسه کړي.

 حقاني زیاته کړې چې هڅه کوي په راتلونکي کې په دغه روغتون کې د ناروغانو درملنه په وړیا ډول ترسره شي.

خوست د هېواد یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د زیاتره لیرې پرتو سېمو کې په روغتیایي مرکزونو کي ښځینه ډاکټرانې نشته، بلکي د کورنیو نارینه غړي ښځینه وو ته اجازه نه ورکوي چې نارینه ډاکټران د هغوی درملنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته