په بغلان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت په تالهوبرفک ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې څلور کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ نن (چهارشنبه، د زمري ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه د «دیوالک» په سیمه کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د دیوالک سیمه د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې نه ده. د سیمې یوه اوسېدونکي د اړیکې ټینګولو لپاره بلې سیمې ته تللی او د پېښې جزئیات یې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته رسولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دوو کورنیو د کرنیزو اوبو پر سر له یو بل سره شخړه کړې، چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت او د دې شخړې د کره وخت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د ملګرو ملتونو اړوند مرستندویه ادارو په تېرو دوو کلونو کې څو ځله خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د پراخ بېرته راستنېدو له امله، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د ځمکې او اوبو پر سر شخړې مخ په زیاتېدو دي.
