د افغانستان په کندهار، زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو کې ځایي سرچینې وایې، چې په یادو ولایتونو کې طالبانو ټول هټوال او کاروباریان په جبري ډول اړ کړي، چې د اسد تر ٢٤مې ورځې پوري پر خپلو کار ځایونو باندي د دوی سپین بیرغ نصب کړي.
سرچینې وایي طالبانو په بازارونو کې د اعلانونو له لارې له خلکو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د دوی غوښتنې عملي کړي.
د سرچینې په وینا، طالبانو خلکو ته خبر ورکړی که د اسد تر ٢٤مې پوري پر خپلو هټیو بیرغونه نصب نه کړی د دوی لخوا به یي کار ځایونه وتړل شي.
د اسد ٢٤مه طالبان له تېرو پنځو کلونو راهیسې د خپلې بریا په توګه نمانځي او دغه راز یې یاده ورځ عمومی رخصتي هم اعلان کړې ده.
