افغان خبریال حمید فرهادي چې د «اطلاعات روز» له ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا زنداني شوی و، له دوو کلونو وروسته نن، (پنجشنبه، ۲۲ د زمري) د دې ډلې له بنده خوشې شو.
د فرهادي د کورنۍ یوه غړي د هغه له بګرام زندان څخه خوشې کېدل تایید کړي دي.
فرهادي د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په درېیمه په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ځواکونو له خوا نیول شوی و.
هغه د سپټمبر په ۱۹مه د طالبانو د یوې محکمې له خوا د طالبانو پر ضد د «پروپاګند» او له «اطلاعات روز» ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور په دوه کاله بند محکوم شو.
دغه خبریال په لومړیو کې په پلچرخي زندان کې ساتل کېده، خو د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې طالبانو هغه د بګرام زندان ته انتقال کړ.
د دغو دوو کلونو په موده کې د فرهادي کورنۍ یوازې په میاشت کې یو ځل او د ۳۰ دقیقو لپاره له هغه سره د لیدنې اجازه لرله.
طالبانو له بیا ځلي پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې څو ځله خبریالان نیولي او زنداني کړي دي.
دې ډلې له هغو رسنیو سره همکاري جرم بللې چې له هېواده بهر فعالیت کوي او یو شمېر خبریالان یې د همدې تور له امله په بند محکوم کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې وروستیو کې ویلي وو، چې لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اوس هم د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.
