د افغانستان د «ملي مقاومت جبهې» په فیضاباد کې پر طالب ښاروال د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دغه طالب چارواکی وژل شوی دی.
د دې جبهې په اعلامیه کې راغلي چې ځواکونو یې د بدخشان ولایت مقام ته په ۱۰۰ مترۍ کې د طالبانو د ښاروال موټر په نښه کړی دی.
د اعلامیې له مخې، د طالبانو ښاروال له خپلو ساتونکو سره یوځای وژل شوی دی.
تر دې مخکې سرچینو راپور ورکړی و چې د بدخشان مرکز، فیضاباد کې د طالبانو د ښاروال عبدالرحمان منصور پر موټر چاودنه شوې ده.
یوه سرچینه «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي، چې چاودنه نن (پنجشنبه،۲۲ د زمري) غرمه مهال د ښار په «کهنه ښار» سیمه کې، د ښاروالۍ ودانۍ ته نږدې شوې ده.
د سرچینې په وینا، چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطیسي ماین له امله شوې ده.
د سرچینې په خبره، د بدخشان طالب ښاروال په لومړي سر کې ټپي شوی و او یوه خصوصي روغتون ته انتقال شوی و، خو دولتي روغتون ته د لېږد پر مهال یې ساه ورکړې ده. د دغه طالب چارواکي وژل کېدل تر اوسه نورو سرچینو نه دي تایید کړي.
په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د چاودنې او په فیضاباد کې د خپل ښاروال د وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.
