د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر: له خپلو مخالفانو سره خبرو ته اړتیا نه لرو

Oplus_131072

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، دغه ډله اړتیا نه ویني چې له خپلو سیاسي مخالفانو سره خبرې وکړي.

متقي له بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې، چې د پنجشنبې شپې (د زمري ۲۲مه) خپره شوې، په افغانستان کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو شتون رد کړی دی.

هغه د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د وسله‌والو نښتو، په ځانګړي ډول په زیباک ولسوالۍ کې د «افغانستان د ازادۍ جبهې» د برید او د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ د مرکز د څو ساعتونو لپاره د «سپاهی میهن جبهې» له خوا د نیولو په اړه څه وايي، وویل چې دا ډول پېښې «جدي ستونزه نه ده».

متقي وویل: «په افغانستان په څېر یوه هېواد کې، دا چې له پنځو کلونو وروسته مخالفانو د خپلو بهرنیو ملاتړو په ملاتړ ځانونه ښکاره کړل، ووژل شول، ونیول شول یا وتښتېدل، جدي ستونزه نه ده.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له سیاسي مخالفانو او وسله‌والو جبهاتو سره خبرې غیرضروري وبللې او ویې ویل: «ټول افغانان، که زموږ له پالیسۍ سره موافق وي او که نه وي، حق لري بېرته راستانه شي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي. زموږ دروازې ورته پرانیستې دي او موږ ورته نه دي ویلي چې خپل هېواد ته نه شئ راتلای. خو دا چې نوې پروسه پیل شي، الحمدلله ستونزې حل شوې دي.»

هغه د ایران له خوا د افغانستان د مقاومت ملي جبهې د مشر احمد مسعود او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق د علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو ته د بلنې له امله خپله ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «ښه کار یې ونه کړ، موږ له ایراني چارواکو ګیله وکړه.»

د طالبانو د نه نړیوال رسمیت پېژندنې په اړه متقي وویل چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د افغانستان ستونزې نه حلوي؛ لکه څنګه چې ایران په رسمیت پېژندل شوی، خو ستونزې یې لا هم پر ځای دي.

متقي ادعا وکړه چې طالبان په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د ۴۰ سیاسي استازولیو په کنټرولولو سره، په نړیواله کچه د خپلې تېرې واکمنۍ (۱۳۷۵–۱۳۸۰) په پرتله ښه موقف لري.

دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه، په ځانګړي ډول لوېدیځ هېوادونه، وايي چې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره عملي پلان نه لري؛ خو که طالبان پراخ‌بنسته حکومت جوړ کړي، بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ، رعایت کړي او له القاعدې په څېر ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پای ته ورسوي، بیا به موضوع بدله وي.

متقي په دې اړه وايي چې د یوه حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره کوم ځانګړي او په نړیواله کچه منل شوي شرایط نشته او دا مسله باید د طالبانو په اړه هم مطرح نه شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو څخه پنځه کاله تېرېږي، خو تر اوسه یوازې روسیې دغه ډله د افغانستان د «رسمي حکومت» په توګه په رسمیت پېژندلې ده. نور هېوادونه او ملګري ملتونه طالبان د افغانستان د «حاکمې ادارې» په توګه پېژني.

همدارنګه په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستان څخه بهر څو سیاسي ائتلافونه او په هېواد دننه د طالبانو پر ضد څو وسله‌والې جبهې جوړې شوې دي. ملګرو ملتونو د طالبانو پر پوځي پوستو د لږ تر لږه څلورو وسله‌والو جبهاتو بریدونه هم تایید کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته