په کونړ او نورستان کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو د دغو دوو ولایتونو د جوماتونو امامان اړ کړي چې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د اهمیت په اړه ویناوې وکړي.
سرچینو نن، جمعه د زمري ۲۳مه، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې ځايي طالب چارواکو د جوماتونو امامانو ته خبرداری ورکړی چې له دې امر څخه باید سرغړونه ونه کړي.
د سرچینو په وینا، چې د امنیتي ستونزو له امله یې هویت نه ښودل کېږي، په کونړ او نورستان کې د جوماتونو ملا امامانو نن په خپلو خطبو کې د «پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د اهمیت» په اړه خبرې کړې او د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط پنځمه کلیزه یې «نمانځلې» ده.
سرچینې زیاتوي چې دا کار «د فشار لاندې» ترسره شوی، ځکه طالبانو خبرداری ورکړی چې که کوم امام د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د اهمیت په اړه وینا ونه کړي، «له جومات څخه به وایستل شي.»
خو طالبانو تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړې چې د دوی ځايي چارواکو د جوماتونو امامان د دغو سپارښتل شویو ویناوو کولو ته اړ کړي دي.
سبا، شنبه د زمري ۲۴مه، د «افغانستان اسلامي جمهوریت» د سقوط او په هېواد کې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو پنځمه کلیزه ده.
طالبانو سږ کال د تېرو څلورو کلونو په پرتله، کابل ته د خپل بېرته ننوتلو د کلیزې د نمانځلو لپاره په رسنیو او ټولنه کې پراخ تبلیغات پیل کړي دي. په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ښارونو او لویو لارو کې تر بل هر وخت ډېر د طالبانو بیرغونه او تبلیغاتي بینرونه لیدل کېږي.
