د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، کابل ته د دې ډلې د ځواکونو د ننوتلو او د جمهوري نظام د سقوط د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې د افغانستان له خلکو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
مجاهد نن، شنبه (د زمري ۲۴مه) په هغه ویډیويي پیغام کې چې د ملي ټلوېزیون له لارې خپور شو، ویلي چې پنځه کاله مخکې په همدې ورځ «یوه ستره جګړه او اشغال پای ته ورسېد» او «د یوه اسلامي نظام د واکمنۍ زمینه برابره شوه».
د طالبانو ویاند د دې ډلې هغو تګلارو ته له اشارې پرته، چې د خلکو حقونه او آزادۍ، په ځانګړي ډول د هېواد د نیمايي نفوس (ښځو) حقونه، تر پښو لاندې کوي، د طالبانو واکمني یې «نعمت» بللې او له خلکو یې غوښتي چې له دې نظام څخه «ملاتړ» وکړي.
هغه زیاته کړې چې خلک باید په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو له امله «شکرګزار» وي او د دې ډلې واک ته د بېرته ستنېدو کلیزه «ولمانځي او درناوی ورته وکړي».
د طالبانو چارواکو د خپلې ولسي اډې او د خلکو د ملاتړ په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي؛ ځینې یې ادعا کوي چې د خلکو ملاتړ لري، خو ځینې نور بیا د خلکو ملاتړ اړین نه بولي.
له دې ډلې څخه د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په خپله وروستۍ رسنیزه مرکه کې له بيبيسي سره ویلي چې د ټولو خلکو بشپړ ملاتړ نه اړین دی او نه هم ممکن دی.
