رواداري: د طالبانو د ځپنې او جنایتونو پر وړاندې مدني مقاومت راتلونکي ته هیله ژوندۍ ساتلې ده

Oplus_131072

د بشري حقونو «رواداري» سازمان وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د ځپنې او جنایتونو پر وړاندې مدني مقاومت راتلونکي ته هیله ژوندۍ ساتلې ده.

رواداري نن (شنبه د زمري ۲۴مه) د جمهوري نظام د سقوط او پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ دوام او پیاوړتیا اړینه ده.

رواداري ویلي: «سره له دې چې په تېرو پنځو کلونو کې پراخ ځپونکي اقدامات او محدودیتونه لګېدلي، د افغانستان د وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، مقاومت، ټینګار او مدني مبارزې د خپلو اساسي حقونو او آزادیو د دفاع لپاره د بشري حقونو، برابرۍ او انساني کرامت پر بنسټ راتلونکي ته هیله ژوندۍ ساتلې ده.»

دې بنسټ زیاته کړې چې په همدې موده کې مدني ټولنو، د بشري حقونو مدافعانو، رسنیو او خبریالانو د بشري حقونو د سرغړونو په څارنه، مستندسازۍ، د شواهدو او اسنادو په راټولولو او ساتلو او د قربانیانو د غږ په رسولو کې «ارزښتناک رول» لوبولی دی.

رواداري د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی او د طالبانو له لوري د ټولنې د بېلابېلو قشرونو پر وړاندې د ځپونکو اقداماتو ځینې شمېرې یې هم خپرې کړې دي.

رواداري وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې لږ تر لږه ۶۹۲۹ ملکي وګړي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په دغو پېښو کې هدفي، مرموز او له قانون څخه بهر وژنې، چاودنې او ځانمرګي بریدونه، د جګړې پاتې ناچاودي مهمات او د پاکستان پوځي بریدونه شامل دي.

همدارنګه، په همدې موده کې لږ تر لږه ۳۹۹ د پخواني حکومت کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي د طالبانو او نامعلومو وسله‌والو کسانو له خوا په هدفي، مرموزو او له قانون څخه بهر وژنو کې وژل شوي دي.

سربېره پر دې، رواداري وايي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۴۷ اعتراض کوونکي، چې اته یې ښځې وې، د سوله‌ییزو اعتراضي غونډو د جوړولو یا ګډون له امله وژل شوي دي.

رواداري ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو څلورو کلونو کې لږ تر لږه ۶۰۴۳ افغان وګړي، چې ۷۸ ښځینه اعتراض کوونکې هم پکې شاملې دي، تر ډېره د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ادارو له خوا په غیرقانوني او خپلسري ډول نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو په ډله کې لږ تر لږه ۶۴۶ د پخواني حکومت کارکوونکي، ۶۴۳ مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو مدافعان، او ۱۳۶۶ هغه کسان شامل دي چې له طالبانو سره د مخالفو ډلو د همکارۍ، غړیتوب یا اړیکو په لرلو تورن شوي دي.

له بلې خوا، په همدې موده کې لږ تر لږه ۵۱ بندیان د طالبانو په توقیف ځایونو کې د سختو شکنجو له امله مړه شوي او لږ تر لږه ۱۷۱ نور کسان په جبري ډول ورک شوي دي. په دغو قربانیانو کې د پخواني حکومت کارکوونکي، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور ملکي وګړي شامل دي.

د رواداري په اعلامیه کې راغلي چې په دې موده کې د طالبانو محکمو لږ تر لږه ۲۴۲۳ کسان د بېلابېلو تورونو له امله په «غیرقانوني، ظالمانه او غیرانساني» طریقو مجازات کړي دي. په دغو مجازاتو کې د قصاص او اعدام د حکمونو علني عملي کول، دورې وهل او د تورنو کسانو د مخونو تورول شامل دي.

سره له دې چې رواداري د طالبانو دغه ډول کړنې «ځپنه او جنایت» بللې، په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د ښځو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو مبارزه، مقاومت او د عدالت غوښتنې هم دوام موندلی دی.

د رواداري سازمان، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بشري حقونو د فعالانو له خوا له هېواده بهر جوړ شوی، هیله څرګنده کړې چې د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو او فشارونو پر وړاندې مدني مبارزې به ژوندۍ او پیاوړې دوام وکړي. دغه سازمان باور لري چې دا مبارزې به د افغانستان په اړه د نړیوال عدالت او حساب ورکونې د میکانیزمونو په فعالېدو، په بېلابېلو سیمو کې د پیوستون په رامنځته کېدو او پراخېدو، او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالې پوهاوي په زیاتېدو کې مرسته وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته