د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر جون پورې په افغانستان کې مرستندویه بنسټونو له ۷.۴ میلیونه کسانو سره لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته کړې ده.
اوچا په یوه راپور کې ویلي چې د ترلاسه شوې بودیجې په پرتله د مرستو دغه کچه د پام وړ ده.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د مرستو ۶۲ سلنه ترلاسه کوونکي، چې شمېر یې ۴.۶ میلیونو کسانو ته رسېږي، خوراکي مرستې ترلاسه کړې دي.
اوچا ویلي، دا موضوع له یوې خوا په افغانستان کې د شدیدې خوړو ناامنۍ پراخوالی او له بلې خوا د ټول پوښښ په شمېر کې د خوراکي مرستو مهم رول څرګندوي.
په ورته وخت کې، ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د بشري مرستو عملیات د بودیجې له کمښت سره مخ دي.
د اوچا په وینا، د اړتیا وړ ۱.۷۱ میلیارده امریکايي ډالرو له ډلې لا هم ۱.۴۲ میلیارده ډالر، چې ۸۳ سلنه جوړوي، نه دي برابر شوي.
دغه بنسټ ویلي چې د بشري اړتیاوو په پلان کې د تر ټولو بېړنیو مالي اړتیاوو په توګه له ټاکل شویو ۴۶۵ میلیونو ډالرو څخه هم ۳۷ سلنه تر اوسه نه دي تمویل شوي.
د ملګرو ملتونو بنسټونه وايي، اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې، په روان میلادي کال کې به په افغانستان کې نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي او شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندواره ښځې او شیدې ورکوونکې میندې به هم له خوارځواکۍ سره مخ وي.
