د بریتانیا شاهي فکري مرکز «چتم هاوس» افغان ښځې د دغه بنسټ د کالنۍ جایزې ګټونکې اعلان کړې دي.
دغه بنسټ نن (پنجشنبه، د زمري ۲۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو، ځورونې او سیستماتیک جنسیتي ځپنې پر وړاندې د پام وړ زړورتیا او مقاومت ښودلی دی.
د چتم هاوس مشره او اجرائیه رئیسه، برونون مدوکس، ویلي: «افغان ښځو د زدهکړو، کار او عامه ژوند څخه د هغوی د سیستماتیک ایستلو د هڅو پر وړاندې بېساری زړورتیا او پیاوړتیا ښودلې ده.»
په چتم هاوس کې د اسیا ـ پاسفیک چارو څېړونکې، فرزانه شیخ، ویلي: «افغان ښځو ته د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزه ورکول په بشپړه توګه پر ځای دي او د هغوی د مقاومت او هوډ څرګندونه کوي چې هېڅکله له عامه حافظې څخه حذف نه شي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پلي شویو سختو او تبعیضي قوانینو پر وړاندې د هغوی استقامت د ټولو هغو کسانو لپاره بېساری مثال دی چې د ښځو د حقونو د برابرۍ او د یوې عادلانه نړیوالې ټولنې له ارمان سره ژمن دي.»
د چتم هاوس د جنوبي اسیا لوړپوړي څېړونکي، چیتیج بجپايي، ویلي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له مهال راهیسې هېڅې ډلې د افغان ښځو او نجونو په کچه زیان نه دی لیدلی.
هغه زیاته کړې: «افغان ښځو ته د چتم هاوس د جایزې په ورکولو سره غواړو خپله ونډه د یوې داسې موضوع په اړه د پوهاوي په لوړولو کې ادا کړو چې له بده مرغه د نړیوالې ټولنې له پاملرنې وتلې ده.»
ټاکل شوې دغه جایزه د روان میلادي کال په وروستیو کې په چتم هاوس کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال افغان ښځو ته ورکړل شي.
همداراز، هغه طومار چې د بریتانیا د پاچا، چې د شاهي نړیوالو چارو د انسټیټیوټ ملاتړی دی، لاسلیک کړی، افغان ښځو ته به وسپارل شي.
چتم هاوس په لندن کې یو له مخکښو سیاستجوړونکو بنسټونو څخه دی چې د جیوپولیټیکي ننګونو او نړیوالو مسایلو په اړه فعالیت کوي.
د دغه بنسټ جایزه په ۲۰۰۵ کال کې رامنځته شوې ده. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، بېپولې ډاکټران او د خبریالانو د ساتنې کمېټه د دې جایزې له پخوانیو ګټونکو څخه دي.
