په سمنګان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمتالله رحماني، ویلي چې دا پېښه نن سهار (یکشنبه، د وږي ۱مه) د «ګولایي صیاد» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، یوه کرولا موټر چې له سمنګان څخه د بلخ پر لور روان و، له سړک څخه اوښتی دی.
رحماني وايي، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د خلم ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې لامل د موټر ګړندی تګ او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول بلل شوي دي.
