د رابرټو کارلوس مېرمن: مېړه مې مسلمان شوی نه دی، اوازې مه خپروئ

Oplus_131072

سهیلا طاهري، د برازیل د فوټبال د افسانوي لوبغاړي رابرټو کارلوس مېرمن، هغه خپرې شوې اوازې رد کړې چې ګواکې مېړه یې مسلمان شوی دی، او غوښتنه یې کړې چې د دغو ادعاوو له خپرولو ډډه وشي.

مېرمن طاهري ټینګار کړی چې په ټولنیزو رسنیو کې د رابرټو کارلوس د دین د بدلولو په اړه خپاره شوي راپورونه له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري.

هغې همداراز خبرداری ورکړی چې د خلکو د دیني باورونو اړوند موضوعات دقت او احتیاط ته اړتیا لري او باید داسې ناتایید شوي معلومات خپاره نه شي چې د افرادو شخصي ژوند او حریم ته داخلېږي.

د رابرټو کارلوس د مسلمانېدو اوازه له ترکیې څخه پیل شوې وه. د دې اوازې سرچینه د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند غړی علي شاهین بلل کېږي، چې په ټولنیزې شبکې «ایکس» کې یې له برازیلي مسلمانې ټولنې له استازو سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی و.

ښاغلي شاهین ادعا کړې وه چې برازیل ته د خپل سفر پر مهال یې له یوه کس، چې شیخ جهاد حماده نومېږي، لیدلي دي. د هغه په وینا، دغه شیخ ویلي وو چې رابرټو کارلوس له مېرمن سهیلا طاهري سره تر واده وروسته ورغلی، شهادتین یې ویلی او اسلام یې منلی دی.

رابرټو کارلوس د دې خبر له خپرېدو څو ساعته وروسته غبرګون وښود او دا ادعا یې «ناسمه» وبلله.

د فوټبال دې پخواني ستوري سعودي ورځپاڼې «عکاظ» ته ویلي: «زه د اسلام دین ته ډېر درناوی لرم. کله چې زما مېرمن لمونځ کوي، د هغې په لیدلو خوښېږم، خو دا چې زه مسلمان شوی یم، سمه خبره نه ده. سربېره پر دې، زموږ د واده مراسم د دواړو کورنیو د باورونو له مخې ترسره شوي وو؛ هم زما د کاتولیکې کورنۍ د باورونو مطابق او هم زما د مېرمنې د مسلمانې کورنۍ د باورونو مطابق.»

سهیلا طاهري هم له مراکشي رسنۍ «هسپورت» سره په خبرو کې په څرګند ډول ویلي: «غواړم په بشپړه توګه روښانه او څرګنده کړم چې زما مېړه مسلمان شوی نه دی او هغه څه چې په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، ناسم دي. دیني موضوعات حساس دي، نو له همدې امله باید له خپرولو مخکې یې کره‌والی وکتل شي او د ټولو خلکو باورونو او شخصي حریم ته درناوی وشي.»

مېرمن طاهري هغه بله ادعا هم رد کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه؛ په دې ادعا کې ویل شوي وو چې رابرټو کارلوس له یوې پېښې سره مخ شوی، شیخ جهاد حماده روغتون ته د هغه لیدو ته ورغلی او ورته یې قرآن کریم تلاوت کړی دی.

هغې وویل: «دا کیسه هم ناسمه ده. د جهاد په نوم هېڅ شیخ یا دیني عالم د هغه لیدو یا ورته د قرآن کریم د تلاوت لپاره نه دی ورغلی او موږ اصلاً داسې څوک نه پېژنو.»

طاهري د دې اوازې د سرچینې په اړه وویل: «نه پوهېږم چې دا روایت څنګه رامنځته شوی، خو د خواشینۍ وړ ده چې داسې یوه کیسه له دومره جزیاتو سره، پرته له کوم بنسټه، خپره شي.»

کله چې له سهیلا څخه وپوښتل شول چې ایا رابرټو کارلوس ورسره د اسلام او قرآن کریم په اړه خبرې کړې دي، هغې په ځواب کې وویل: «د بېلابېلو باورونو او دینونو درناوی کول یوه طبیعي خبره ده. دا چې یو څوک د اسلام یا قرآن په اړه خبرې کوي، حتماً دا معنا نه لري چې هغه اسلام منلی دی.»

مېرمن طاهري د دې پوښتنې په ځواب کې چې له رابرټو کارلوس سره یې څنګه پېژندګلوي شوې، وویل: «فوټبال زموږ د اړیکې د پیل ټکی دی. هغه د فوټبال یوه افسانه ده او زه هم د فوټبال په نړۍ کې فعالیت کوم. خو غوره ګڼم چې زموږ د شخصي ژوند په اړه څه ونه وایم. غواړم زموږ شخصي ژوند له رسنیو لرې وساتم. زه د کارلوس تېر ژوند ته درناوی لرم. هغه څه چې ویلای شم دا دي چې زموږ ترمنځ متقابل درناوی شته.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته