طالبانو د پولیسو په خپل قانون کې په افغانستان کې هر ډول لاریونونه منع کړي دي.
دغه قانون چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له خوا ترتیب شوی، نن (شنبه، د زمري ۳۱مه) د دې ډلې د عدلیې وزارت له خوا د «شرطې قانون» په نوم خپور شوی دی. طالبانو د پولیسو نوم «شرطه» ته بدل کړی دی.
د دغه قانون په ۵۰مه ماده کې راغلي: «د افغانستان په قلمرو کې هر ډول مظاهره منع ده.»
طالبانو په دغه «قانون» کې د دې بندیز په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې ټول اعتراضونه ځپلي او اعتراض کوونکي یې نیولي دي.
