د زابل ولایت سیمهییز طالب چارواکي وایي، د کابل–کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس او ټیلر د ټکر له امله لږ تر لږه اووه کسان ټپیان شوي دي.
د زابل د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیحالله جوهر، باختر خبري اژانس ته ویلي چې دغه پېښه د دوشنبې شپې (۲ د وږي) په «جلدک» سیمه کې، د شهر صفا ولسوالۍ اړوند، رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې د «۵۸۰» ډوله مسافر وړونکي بس له یوه ټیلر سره ټکر کړی دی.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان ټپیان شوي، چې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو علت نه دی معلوم. خو په ورته ډېرو پېښو کې د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او لوړ سرعت د سړکونو د پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
