د ننګرهار ولایت سیمهییز طالب چارواکي وايي، چې نن سهار (سهشنبه، د وږي ۳مه) په دغه ولایت کې د زلزلې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.
د سهار په ۵:۴۸ بجو د ۴.۹ درجې په کچه زلزلې جلالاباد ولړزاوه.
د امریکا د زلزلهسنې مرکز ویلي، چې د زلزلې مرکز د ځمکې په ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې، د جلالاباد ښار ۴ کیلومتره شمالختیځ لوري ته و.
په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیبالله رحیمي ویلي، چې د دې زلزلې له امله ۱۵ ټپیان په جلالاباد ښار، بهسودو، کوز کونړ ولسوالیو او د دغه ولایت په نورو سیمو کې روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.
د هغه په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو کچه نه ده روښانه شوې.
